عامې روغتیا وزارت وايي چې د ننګرهار په «پچیراګام» ولسوالۍ کې یو کس خپله ۱۵۰۰ متر مربع ځمکه د روغتیایي مرکز جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې د ننګرهار د عامې روغتیا رییس، مولوي امین الله شریف په حواله ویل شوي چې په دې ځمکه به د روغتیايي مرکز لپاره معیاري ودانۍ جوړه شي.
مولوي امین الله شریف همداراز د «پچیراګام» ولسوالۍ د دغه اوسېدونکي دا اقدام ستایلی او د سیمې له اوسېدونکو سره یې لویه ښېګڼه بللې ده.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو، جوماتونو او روغتیایي مرکزونو د جوړولو لپاره ځايي خلکو شخصي ځمکې ځانګړې کړې، او د اسلامي امارت له لوري یې ستاینه شوې ده.