ټاکل شوې ده چې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زلنسکي او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د سولې په تړاو مهمې ناستې وکړي.
سرچينې وايي، ټرمپ پر زلنسکي فشار راوړي، څو د اوکراين د ختيځو سيمو پرېښودو په بدل کې د امريکا له لوري د امنيتي ضمانت وړانديز ومني.
په دغه ناسته کې به د اروپايي هېوادونو مشران هم ګډون وکړي. اروپايي مشران ټينګار کوي چې دوی به د زلنسکي دريځ پياوړی کړي.
د جرمني لومړی وزير فريدريښ مېرڅ، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون، د برېتانيا لومړی وزير کير سټارمر، د اروپايي کمېسيون مشره اورسولا فان دير لايېن او د اېټاليا لومړۍ وزيره جورجيا مېلوني د دې غونډې مهم ګډونوال دي.