ډېر لوستل شوي

سلګونه زره اسرائيليانو د غزې په ملاتړ لاريونونه کړي

په سلګونو زرو اسرائيليانو د يکشنبې په ورځ په غزه کې د جګړې د پايته رسولو او د حماس جهادي غورځنګ له لوري د نيول شويو پاتې يرغمل کسانو د خوشي کولو غوښتنه کوله.
لاريونوالو ويلي، چې د بنيامین نتنياهو له خوا د بشپړې غزې د نيولو پلان د پاتې ۲۰ يرغمل شويو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
ويل‌کېږي، تر ټولو لوی لاريون په تل‌ابيب کې د «يرغملو چوک» کې ترسره شوی دی.
په ورته مهال، د ياد رژيم لومړي وزير بنيامين نتنياهو او د اسرائيلو ښی اړخی وزير بتسالل اسموتريچ د دغو لاريونونو غندنه کړې او ويلي يې دي، چې د دوی مخالفت به «د حماس دريځ پياوړی» او د ژغورنې پروسه کمزورې کړي.

اړوند خبرونه