په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي او مل پلاوي د قرغیزستان – روسیې په اووم اقتصادي فورم کې ګډون کړی دی.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې افغان پلاوي کې په «بشکیک» کې د افغانستان سفیر، مولوي عبدالشکور حقاني هم ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان پلاوي د قرغیزستان لومړي وزیر «ادیلبېک الېشوویچ» او د دې هېواد د یو شمېر وزیرانو، د سیمې د پلاوو له مشرانو او په کوربه هېواد کې د ځینو هېوادونو له سفیرانو سره هم کتلي دي.
د سرچینې په وینا چې په دغو کتنو کې پر دوهاړخیزو اقتصادي او سوداگریزو اړیکو سربېره د پانگونې، سوداگریزو همکاریو، د اسلامي امارت د لاستهراوړنو او پرمختگونو په اړه بحثونه شوي دي.
په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت په اېکسپاڼه دا هم لیکل شوي چې نورالدین عزیزي او مل پلاوي همدارنگه د ډيپلوماټیکو او سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا او پرمختگ او دوهاړخیزو گډو گټو اړوندو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.