ډېر لوستل شوي

هلمند کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت جوړشوی جمنازیوم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی

د هلمند ځايي مسوولین وایي، په مرکز لښکرګاه کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت تازه جوړشوی «بُست» جمنازیوم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دا جمنازیوم د دویمې ناحیې په سیمه کې د ښاروال، حافظ صدیق په لارښوونه جوړ شوی دی.
د مسوولینو په وینا چې دا جمنازیوم د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې جوړ شوی، او په یو وخت پکې تر ۵۰۰ کسان ځایېدلای شي.
ویل کېږي چې د «بُست» تازه جوړ شوی جمنازیوم د ځانګړو مراسمو په ترڅ ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د هلمند ځایي مسوولینو د یاد جمنازيوم جوړول د سپورټ په برخه کې ګټور اقدام بللی او په وینا یې چې دا به د ښاروالۍ يوه مهمه عايداتي سرچينه هم شي.

اړوند خبرونه