ډېر لوستل شوي

ټرمپ: اوکراين هېڅکله د ناټو غړيتوب نه شي ترلاسه کولی

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولينزه شبکه «تروث سوشيال» کې ويلي، چې اوکراين به هېڅکله د ناټو غړيتوب ترلاسه نه کړي او زلنسکي کولای شي له روسيې سره خپله جګړه پای ته ورسوي او يا هم دوام ورکړي.
ټرمپ دغه څرګندونې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره تر ليدنې دوه ورځې وروسته کړې دي.
ټرمپ دغه راز زياته کړې: « دا جګړه څنګه پيل شوه؟ په ياد مو وي دغه جګړه د اوباما په وخت کې له نن څخه ۱۲ کاله وړاندې کريميه پرته له يوه ډزه روسيې ته ورکړل شوه.»
دا په داسې مهال ده، ټاکل شوې ده چې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زلنسکي او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د سولې په تړاو مهمې ناستې وکړي.

اړوند خبرونه