ډېر لوستل شوي

کابل کې په نشه‌يي توکو ۵۴ روږدي د درملنې په موخه راټول شوي

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي چې په کابل کې یو وار په نشه‌يي توکو ۵۴ روږدي کسان د درملنې په موخه راټول شوي دي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ځانګړو قطعاتو ریاست اړوند ځانګړې عملیاتي قطعې منسوبینو له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په نشه‌يي توکو دا روږدي کسان د غوښتنې د کموالي ریاست اړوند امید صحي کمپ ته ورپېژندل شوي دي.
تر دې مخکې هم د پلازمېنې، کابل په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې په نشه‌يي توکو سلګونه روږدي کسان د درمنلې په موخه نیول شوي وو چې ډېری تر درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته روغ سپارل شوي دي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د روږدو کسانو راټولولو اقدام د هېوادوالو له هرکلي سره مخ شوی دی.

اړوند خبرونه