ډېر لوستل شوي

راتلونکي نسلونه دې د خپلو اسلافو پر پل پل کېږدي او د هر ډول اشغال پر وړاندې دې ودریږي

د ا.ا.ا. له انګریزي ښکیلاکه د ازادۍ اخیستنې د ۱۰۶مې کالیزې په تړاو یوه اعلامیه کې ویلي چې ځوانان او راتلونکي نسلونه باید د خپلو اسلافو پر پلونو پل واخلي او د هر ډول ښکیلاک پر وړاندې دې ودریږي.
اعلامیه کې ویل شوي چې افغان غیور ولس د الله ج په مرسته د یوې معرکې په ترڅ کې انګریزي ښکیلاک اړ کړ چې د افغانستان خپلواکي ومني او د هېواد غصب شوی بهرنی سیاست بیرته افغانانو ته ورکړي.
په خپره شوې اعلامیه کې وړاندې راغلي: «دغه کامیابي د افغان مجاهدینو د جهاد، سرښندونو او قربانیو په نتیجه کې ترلاسه شوه چې تر نن ورځې زموږ خلک پرې ویاړې او ستاینه یې کوي. همدا راز له دغې بریا وروسته افغانانو په دوه نورو سترو محاذونو کې (د شوروي اتحاد په مقابل کې او بیا د امریکايي اشغال په وړاندې) هم پرلپسې بریاوې تر لاسه کړې چې الحمد لله د افغانانو په تاریخ کې د میړانې او سرښندونو ستر باب ترې جوړ شو.»
د خپلواکۍ اخیستنې د ۱۰۶مې کالیزې په تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې یوه پېړۍ کې درې ځواکونه ماتې د الله ج په مرسته او د مجاهدینو په کلک ایماني هوډ او غیرت مات شوي.

اړوند خبرونه