ډېر لوستل شوي

سبا د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته کېدونکې ده

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سبا (چهارشنبه، د زمري ۲۹مه) کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړیږي. یاد وزارت زیاته کړې، چې ټاکل شوې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم دې غونډه کې د ګډون په پار کابل ته راشي. بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي چې په دې غونډه کې به به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په شمول پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشي. تمه کیږي چې د غونډې ګډونوال د ګډو ګټو، متقابل تفاهم او پراخو همکاریو پر بنسټ د راتلونکي په باب د اړیکو اړوند نظرونه تبادله کړي.

اړوند خبرونه