د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس خیرمحمد غازي ویلي، چې وروستیو سېلابونو لغمان کې دوه تنه شهیدان کړي، دوه یې زخمیان کړي او ۹۰ کورونه یې ویجاړ کړي دي.
ښاغلي غازي ویلي چې دې سېلابونو د ۲۰ مالونو په شمول ۳۵۰ جریبه ځمکه، کانالونه او لوی او واړه پلونه وړي دي. نوموړي وړاندې ویلي چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ډلګۍ هڅه کوي چې زیانمنو کورنیو سره مرستې وکړي.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې سېلابونو د لغمان سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پراخ زیانونه اړولي دي.