د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي چې ننګرهار کې راټول شوي ۱۱۲ روږدي یې د درملنې په موخه کابل ته استولي دي.
ښاغلي حماد زیاته کړې چې دا کسان به د کابل په امید روغتون کې تر رغېدو بستر وي. ویل کیږي چې په دې روغتون کې به د مسلکي ډاکټرانو له لوري د روږدو درملنه وشي او د روغتیایي حالت تر ډاډمنتیا وروسته به یې بېرته خپلو کورنیو ته ستانه کړي.
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت د نشه یي توکو په قاچاق، کر او د روږدو په درملنه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. افغان حکومت هڅه کوي چې روږدي نه یوازې پر ټولنه بار وي؛ بلکې د حرفوي زده کړو په مټ د کورنیو په اقتصادي وده کې رغنده ونډه واخلي.