ډېر لوستل شوي

ا.ا په هرات کې د ټرافيکي پېښې په تړاو ژوره خواشيني ښودلې

اسلامي امارت په هرات ولايت کې د تېرې شپې د ټرافيکي پېښې په تړاو ژوره خواشينې ښودلې ده.

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه کې د دې پېښې له امله د شهيدانو لپاره د جنت‌الفردوس، ټپيانو لپاره عاجله روغتيا او د کورنيو لپاره يې د صبر او اجر اعظيم غوښتنه کړې ده.

دغه راز د ترانسپورټ مسوولينو ته لارښوونه شوې، چې د يادې پېښې په تړاو ژر تر ژره کره معلومات راټول او اړوند ادارې ته يې وسپاري. دا په داسې مهال ده، چې د هرات ـ کابل د لويې لارې د تېرې شپې په ټرافیکي پېښه کې د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۷۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند خبرونه