د ایران دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې د اسرائیلي رژیم د بیاځلي برید په ځواب کې به له خپلو نویو توغندیو استفاده وکړي.
د دغه هېواد دفاع وزیر، امیر نصیرزاده دا د «نوي نسل» توغندي بللي او په وینا یې چې تر پخوانیو توغندیو ډېر پیاوړي دي.
ایراني رسنیو د «امیر نصیرزاده» له قوله راپور ورکړی چې تهران په تېره ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د څو کلونو پخواني توغندي کارولي وو، او په هغه جګړه کې هېڅ بهرنۍ وسلې نه دي کارول شوې.
د ایران دفاع وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې په وروستیو کې د اسرائیلي رژیم له لوري پر ایران د بیاځلي برید خبرداری ورکړل شوی دی.
د ایران – اسرائیلو ترمنځ تېرې جګړې ۱۲ ورځې دوام وکړ چې له امله یې دواړو هېوادونو درانه زیانونه ولیدل. د ویلو ده چې د هغې د جګړې په وروستیو ورځو کې امریکا هم د ایران پر ځینو اټومي تاسیساتو هوايي بریدونه کړي وو.