ډېر لوستل شوي

مولوي اميرخان متقي له خپل چيني سيال سره کتلي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر «وانګ يي» سره کتلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئيس حافظ ضياء احمد تکل وايي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر لارو خبرې شوې دي.

ښاغلي متقي له چین سره دوه اړخیزې اړیکې د ودې پر لور بللې او دغه هېواد یې د افغانستان مهم سوداګریز شریک یاد کړی او دغه راز تمه يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه به په نږدې راتلونکي کې د پام وړ کچې ته لوړه شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم ويلي، چې هېواد یې غواړي افغانستان د کمربند او لارې سترې پروژې سره مل کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان صادراتو ته د اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ، به د کانونو د استخراج چارې هم روان کال پیل کړي.

اړوند خبرونه