د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه راډیويي مرکه کې د ايران پر اټومي تأسيساتو د بريد له امله ځان او د اسرائيلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ته د «جنګي اتل» لقب ورکړی دی.
هغه ټینګار کړی چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د واشنګټن تر بریدونو وروسته نتنیاهو هم ورته دریځ خپل کړی و.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جګړې د ختمولو لپاره د یو مجلس نیت لري.
نوموړي زیاته کړې: «دغه وژنه باید نور پای ته ورسېږي.»
دا په داسې مهال ده، چې په غزه کې د صهيونيست رژيم پوځيانو د «بېرحمانه» بريدونو له امله د ماشومانو او مېرمنو په ګډون، زرګونه بېګنا فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.