راپورونه ښيي چې چین د عادي پوځي ځواک د زیاتوالي ترڅنګ د خپلو اټومي وسلو زېرمتون هم په چټکۍ سره پراخ کړی دی.
رويټرز د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، د چین مشر لهخوا ۲۰۲۷م کال پورې پر ټایوان د احتمالي برید لپاره د چمتووالي امر د دغه اقدام اصلي لامل ګڼل کېږي.
بلخوا چین ټینګار کوي چې هېڅکله به د اټومي وسلو د کارونې هېواد نهوي او اټومي جګړه یې «بېګټې او خطرناکه» بللې ده، خو د امریکا د دفاع وزارت باور لري که جدي ګواښ رامنځته شي، ښايي بیجېنګ د اټومي وسلو د لومړنۍ کارونې په اړه غور وکړي.