د ا.ا رییسالوزراء ملا محمد حسن اخوند د چین د بهرنیو چارو له وزیر «وانګ يي» او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې رییسالوزراء ټینګار کړی چې اسلامي امارت هیڅ ډلې ته د افغانستان له خاورې د نورو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او له نورو هیوادونو هم غواړي چې د دوستۍ، ښو مناسباتو او مثبت تعامل لاره اختیار کړي.
نوموړي همداراز له چین غوښتي چې پر نړیوال سټېج د افغانستان د برحقه دریځ د ملاتړ په موخه خپلې هڅې او همکارۍ دوامداره وساتي.
بلخوا د چین بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د افغانستان استقلال او د افغانانو انتخاب ته درناوی لري او باوري دي چې دوی ښه مسیر ټاکلی دی.
نوموړي همداراز ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دایمي غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له جملې څخه دئ یوازینی کس دی چې دوه ځله یې افغانستان ته سفر کړی او دا یې له افغانستان سره د چین ملګرتیا او صداقت ښودلی دی. د ا.ا له رییسالوزراء، ملا محمد حسن اخوند سره په کتنه کې د چین بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» ډاډ څرګند کړی چې له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاریو ته چمتو دي او د پرمختګ په برخه کې د افغانانو ملاتړ کوي.