د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټېلیفوني اړیکې پر مهال د الاسکا سرمشریزې پایلو، سوداګریزو اړیکو او د دواړو هېوادونو د متقابلو اړیکو په اړه بحث کړی دی.
د ترکیې د اناډولو خبري اژانس د معلوماتو له مخې، ولسمشر اردوغان په دې خبرو کې څرګنده کړې، چې هېواد یې د عادلانه سولې د ټینګېدو لپاره په رښتینې توګه هڅه کوي او له هر هغه نوښت ملاتړ کوي، چې د ټولو اړخونو په ګډون یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لامل شي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په استانبول بهیر کې د ترکیې د رول ستاینه کړې او د سولې د خبرو د کوربهتوب او هڅو له امله یې د دغه هېواد له چارواکو مننه کړې ده. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په الاسکا کې د اوکراين د جګړې د پای ته رسېدو په موخه له يو بل سره کتلي دي.