د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو اروپایي متحدینو ته څرګنده کړې، چې واشنګټن به د اوکراین لپاره د هر ډول امنیتي تضمینونو په برخه کې یوازې محدود رول ولري.
د پولیټیکو د راپور له مخې، دغه څرګندونې تېره ورځ د برېټانیا، فرانسې، جرمني او فنلنډ له استازو سره په یوه غونډه کې شوې دي.
ويلکېږي په دې ناسته کې د روسیې او اوکراین د احتمالي تړون د راتلونکي اړخونو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.
اروپایي هېوادونو له متحده ایالاتو غوښتي، چې روښانه کړي د احتمالي هوکړې په صورت کې به د اوکراین ملاتړ ته څومره ځمکني او هوايي ځواک ځانګړی کړي.