ډېر لوستل شوي

مسکو: افغانستان د روسیې تر څنګ د امریکا او چین لپاره هم ستراتیژیک اهمیت لري

د روسيې د نړيوالې شورا د فدراسيون کمېټې رئيس ګريګوري کراسين د افغانستان په اړه د روسیې او امریکا ترمنځ سالم رقابت د ټولو لورو په ګټه بللی دی.

نوموړي په سعودي عربستان کې د امريکا او روسيې د مذاکره کوونکو په غونډه کې ټینګار کړی چې افغانستان نه یوازې د روسیې، بلکې د امریکا او چین لپاره هم ځانګړی اهمیت لري.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کاليزې په مراسمو کې په ځواکمنو هېوادونو غږ کړی و، چې د جګړې او نا سالمې سیالۍ پر ځای دې؛ د بندونو، سړکونو او کارخونو په جوړولو تمرکز وکړي.

کاراسین د مولوي محمد يعقوب مجاهد د څرګندونو په تړاو ویلي چې ټول هېوادونه د افغانستان له اسلامي امارت سره د اړیکو لا پراختيا ته لېواله دي او په وينا يې چې دا به هم د افغانستان او هم د نورو لورو په ګټه وي.

د ده په وینا، د روسیې او اسلامي امارت ترمنځ اقتصادي اړیکې په فعاله توګه د پراختیا په حال کې دي او مسکو به له کابل سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه