ډېر لوستل شوي

نایجریا کې پر لمونځ کوونکو خونړی بريد؛ ۵۰ تنه پکې وژل شوي

د نایجریا د شمال لوېدیځ کټسینا ایالت په مالوم فاشي ولسوالۍ کې وسله‌والو په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو برید کړی دی.

د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، دغه برید د سهار د لمانځه پر مهال ترسره شوی، چې   له امله لږ تر لږه ۳۰ تنه پکې وژل شوي.

سرچینې زیاتوي، وسله‌والو له جومات وروسته نږدې کلیوالو ته مخه کړې او شاوخوا ۲۰ تنه یې ژوندي سوځولي دي.

د راپورونو له مخې، برید هغو وسله‌والو کړی، چې له اوږدې مودې راهیسې د ځمکې او اوبو د شخړې له امله له کلیوالو سره په تاوتریخوالي کې ښکېل دي.

اړوند خبرونه