ډېر لوستل شوي

له هرات وروسته پلخمري کې مرګونې ټرافیکي پېښه رامنځته شوې

سرچینو ویلي چې د بغلان په پلخمري ښار کې په یوې ټرافیکي پېښې کې تر ۲۰ زیات کسان زخمیان شوي دي.

ویل کیږي چې دا پېښه د شپې یوه بجه د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر او یوه ده سلنډ ترمنځ د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده.

دا ټرافیکي پېښه د دوشي ـ پلخمري پر سړک رامنځته شوې ده.

ددې پېښې د قربانیانو په تړاو لا وروستي ارقام نه دي په ډاګه شوي؛ خو ویل کیږي چې ددې پېښې قربانیان سړي، ښځې او ماشومان دي. د بغلان امنیه قومندانۍ ویلي چې مسوولین د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې روغتونونو ته لېږدولي دي.

ددې پېښې اصلي علت لا نه دی په ګوته شوی؛ خو ولایتي مسوولینو د پلټنو امر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده څو ورځې وړاندې په هرات کې هم یوې مرګونې ټرافیکي پېښه د لسګونو تنو ژوند واخیست.

اړوند خبرونه