د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې ددې ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو له دوو تنو ۱۴ تفنګچې ترلاسه کړي دي.
دې کسانو غوښتل چې دا وسلې په پټه غور ولایت ته یوسي. د هلمند امنیه قومندانۍ ویلي چې له دې کسانو یو موټرسایکل او ۱۲ شاجوره هم ترلاسه شوي دي.