ډېر لوستل شوي

هلمند کې ټرافیکي پېښې د ۹ماشومانو او ۳ مېرمنو ژوند اخیستی

هلمند کې د یوه تراکتور د چپه کېدو په پایله کې ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپیان دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد امید راډیو ته ویلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو تراکتور له ګرمسیر ولسوالۍ څخه ناوې ولسوالۍ ته روان و.
ویل کیږي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې تراکتور د سیند له یوې غاړې بلې ته اوښته او ټېله یې په اوبو کې ډوبه شوه.
د ښاغلي راشد په خبره ۹ ماشومان او ۳ ښځې ددې پېښې له قربانیانو ګڼل کیږي. د نوموړي په قول مسوولینو پر وخت د پېښې ځای ته ځان رسولی او ۱۴ تنه نور یې ژغورلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هرات او بغلان کې ټرافیکي پېښو د شاوخوا سلو تنو هېوادوالو ژوند واخیست.

اړوند خبرونه