د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان د امید راډیو په څېړنه خپرونه کې ویلي چې یاد وزارت هر کال په هېواد کې له ۳۰۰ – ۴۰۰ کانونه کشف کوي، او په وینا یې چې یوازې تېر کال په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۴۰۰ کانونه تثبیت شوي دي.
ښاغلي افغان ویلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت دا مهال د لویو کانونو په برخه کې ۳۰ تړونونه لري چې د اوسپنې، کرومایټ ډبرو، سرو زرو، مرمرو او نورو د استخراج پروژې پکې شاملې دي. نوموړي لوی کانونه هغه بللي چې مساحت یې له یو کیلو متر مربع څخه زیات وي.
همایون افغان د امید راډیو په دې خپرونه کې د اوسپنې په برخه کې د هرات غوریانو کان ته په اشارې هیله ښودلې چې افغانستان به د اوسپنې صنعت په برخه کې ځانبسیاینې ته ورسېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند ډاډ څرګند کړی چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هېڅوک په خپلسرې توګه د کانونو استخراج نهشي کولای، او د قانوني استخراج لپاره طرزالعملونه جوړ او اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
همایون افغان د کانونو د کټګوریو په برخه کې ویلي چې د حرفوي کانونو پروژې یوازې افغانانو ته ورکول کيږي، او له بهرنیو سره شوي تړونونه د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي ټیمونو تر څار لاندې پلې کيږي. د نوموړي په وینا چې پر دې سربېره له تېر یو کال راهیسې په ۳۴ ولایتونو کې د کانونو د محافظت پروژې جوړې شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند د امید راډیو په څېړنه خپرونه کې د کاني موادو د صادراتو په برخه کې ویلي چې یاد وزارت په کور دننه د خامو کاني موادو پر پروسس تمرکز لري، لکه د اوسپنې کانونه چې دا د کاري فرصتونو د زیاتوالي او په دې برخه کې پر وارداتو د تکیې کمولو لپاره مهم بلل کېږي.