د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو درې اړخیزو خبرو اترو مثبتې پایلې لرلې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د وانګ يي له سفر وروسته په ټینګار ویلي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر اوسه دغو ناستو مثبته پایله ورکړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: “چین د ښه ګاونډیتوب اړیکو، دوه اړخیز باور او په مهمو مسلو کې د ګډ تفاهم د پیاوړتیا په پار د پاکستان او افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.”.
ښاغلي نینګ د چین د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي چې بیجېنګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي.
یاده دې شي چې څو ورځې کابل د چین او پاکستان لوړپوړو چارواکو کوربه و.

