ډېر لوستل شوي

امريکا؛ د موټرو پرزو په يوې کارخونه کې د چاودنې له امله پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې

د امریکا د لوېزيانا ایالت په سوېل ختیځ کې د موټرو پرزو جوړونې په یوې کارخونه کې چاودنه شوې چې له امله یې قوي اور بل شوی دی.

تر اوسه د اور د زیانونو دقیق راپور نه دی ترلاسه شوی، خو چارواکي د پېښې ځای ته رسیدلي او د اور وژنې هڅې کوي.

ایالتي او فډرالي ادارې په ځانګړي توګه د کيمياوي موادو د احتمالي زيان په تړاو اندېښمنې دي.

چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د اور له خپرېدو او احتمالي خطرونو څخه د خونديتوب لپاره له سیمې لیرې پاتې شي.

اړوند خبرونه