د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال سباستین ګورکا تازه څرګنده کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې اغيزمنه ونډه درلودې.
ګورکا دا څرګندونې د «د ټرمپ د ترهګرۍ پر ضد نوې ستراتیژۍ لیدلوري» په غونډه کې کړې او ویلي دي: “دا ښايي زما له خولې عجيبه ښکاره شي؛ خو اسلامي امارت تر یو بريده د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په همکاریو کې ښه ونډه درلودلې ده. “
دغه لوړپوړي امریکایي چارواکي زیاته کړې چې د افغانستان په اړه هیلې بخښونکي ژمنې شته، چې اوسمهال د جزئیاتو په اړه خبرې نه شي کیدای. دا څرګندونې په داسې مهال شوې، د اسلامي امارت چارواکي تل ټینګار کوي چې په افغانستان کې هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنه کړي، تر څو له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.