ډېر لوستل شوي

زابل کې د نږدې ۹۰ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق مخنیوی شوی  

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکړی چې د زابل ولایت په «شاجوی» ولسوالۍ کې د ۸۹٫۷۵ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا نشه‌يي توکي د زابل د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري کشف او ترلاسه شوي دي.  

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دومره اندازه تریاک په یو «سویپټ» موټر کې ځای پرځای شوي وو او په تړاو یې دوه کسان نیول شوي هم دي. 

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې نیول‌شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.  

د ویلو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو نشه‌يي توکو د کاروباریانو نیول زیات شوي دي.   د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او په تېرو شاوخوا دریو کلونو کې د دغو توکو لسګونه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.

اړوند خبرونه