ټولګټو وزارت وايي خبر ورکړی چې د یاد وزارت تخنیکي مرستیال، مولوي عبدالکریم فاتح د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه د لیدنې پرمهال د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې له تخنیکي مرستیال سره په دې سفر کې د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې رییس، حاجي فضل ربي هم ملتیا کوله.
ښاغلي حقشناس لیکلي: “مولوي عبدالکریم فاتح د جنوبي سالنګ، شمالي سالنګ، دوشي – خنجان برخو څخه د لیدنې تر څنګ د یادو برخو د قراردادي شرکتونو مسوولینو او تطبیقکوونکو ټیمونو ته د کار د غوره کیفیت، چټکتیا، د سږکال د پلان شویو برخو د کار د بشپړېدو او هیوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه لازمې لارښوونې کړې دي.”
د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دا مهال د سالنګونو لویې لارې په ګډون د یو شمېر نورو لویو لارو رغنیز کارونه هم روان دي چې د ټولګټو وزارت رهبرۍ یې وخت پر وخت کاري بهیر له نږدې څارلی دی.