د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په يوه ورځني راپور کې ويلي، چې د جمعې په ورځ ټولټال ۱۶۹۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۲۰۲ تنه دی، له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
د راپور له مخې، په دې لړ کې ۸۰۷ کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې، له ۹۵۵ کورنیو سره ۷ ميليونه ۶۲۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او دغه راز ۱۴۷۱ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
همدارنګه په دې موده کې، د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ د کډوالو د پوهاوي، ښوونې او روزنې، او لنډمهاله مېشتېدنې په برخو کې هم اړین اقدامات ترسره شوي دي.
دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ چټکه شوې او اسلامي امارت هم د دغو کډوالو د ښې راستنېدنې په موخه هر اړخېز چمتووالی نيولی دی.