د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د یاد کمېسیون له لوري تر هراړخیزې ارزونې وروسته د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوې ده.
د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې دا غونډه نن (یکشنبې، وږي ۲مه) په مرمرینه ماڼۍ کې شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د منرالونو ملي پالیسۍ موخې په معیاري توګه د کانونو تفحص، اکتشاف او ګټه اخیستنه؛ د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جذب او د کانکیندنې نوې ټکنالوژۍ او تجهیزاتو واردول؛ د چاپېریال ساتنې او د کان کیندونکو د روغتیا او خوندیتوب ډاډمنول؛ په هېواد کې دننه د کاني موادو پروسس ته زمینه برابرول او د کانونو سکټور لپاره د متخصصو او تخنیکي بشري سرچینو روزل او د ظرفیت لوړول دي.
سرچینې لیکنې چې په دې غونډه کې له شبرغان څخه تر دښت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ انتقالي مزي غځولو پروژې په اړه هم بحث شوی دی.
اقتصادي معاونیت لیکلي: “دې غونډې ته همداراز د کمال خان بند د دویم فاز (قلعه افضل بند) د امکان سنجۍ د لومړنیو مطالعاتو او د هېواد په بندرونو کې د اړتیاوو معلومولو په موخه ټاکل شوو کمېټو هم خپل راپورونه وړاندې کړل.”
په اعلامیه کې ویل شوي چې یادې پرېکړې د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر ته استول شوې دي.