د اقتصاد وزیر، قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) له مشرې، روزا اتونبایوا سره په کتنه کې پر بېلابېلو اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب ویلي چې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د مرستو پر دوام، د راستنېدونکو ستونزو پر رسېدنې او ځینو نورو مسایلو بحث شوی دی.
په دې کتنه کې د اقتصاد وزیر ویلي چې یاد وزارت په هېواد کې د بېوزلۍ د کچې راټیټولو هڅې کوي، او ټولې شته سرچینې د خلکو د اقتصاد ښه کولو لپاره کارول کیږي.
بلخوا روزا اوتونبایوا له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی او هیله یې ښودلې چې د بشري اړتیاوو د پورهکولو ترڅنګ به په بېلابېلو ولایتونو کې د راستنیدونکو لپاره د دایمي استوګنې مرسته هم زیاته شي.
د یوناما مشرې همداراز د راستنیدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د عالي کمیسیون او مسوولو کمیټو کار ستایلی دی.
دا کتنه داسې مهال کېږي چې له تېرو شاوخوا دریو میاشتو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه د افغانانو راستنېدل زیات شوي دي.

