د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي چې په فراه ولایت کې د عملیاتو پرمهال د نشهيي توکو د پروسس او تولید درې کارخونې له منځه وړل شوې دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا کارخونې د فراه په «فراه رود، بکواه او پرچمن» ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال کشف او له منځه وړل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د عملیاتو په پایله کې ۵ زره ۵۰۰ کیلو ګرام اومان، ۳۰۰ کیلو ګرام چینې، ۵۰ کیلو ګرام سودو، ۴۸۰ لیتره اکسل تیزاب، ۶۰ لیتره تیزاب او نور توکي له منځه وړل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت همداراز ویلي چې بلخوا په اروزګان کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو لخوا یوه کارخونه له ۱۸۰۰ کیلو ګرام اومانو، ۴۵۰ کیلو ګرام سودو او ۲۰۰ لیتره تیزابو سره په بشپړ ډول تخریب او سوځول شوې ده. د ویلو ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې د دې توکو د پروسس لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي.