ډېر لوستل شوي

له ملي موزیم او ملي ارشیف سره د اندونیزیا هېواد پر همکاریو خبرې شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر، ملا خیرالله خیرخواه د اندونیزیا سفارت شارژدافیر «نندا ایوالیست» سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې ملا خیرالله خیرخواه د افغانستان او اندونیزیا په اړیکو کې «فرهنګي رول» مهم بللی او همداراز له ملي موزیم او ملي ارشیف سره د اندونیزیا هېواد پر همکاریو هم غږېدلی دی.
بلخوا د اندونیزیا سفارت شارژدافیر «نندا ایوالیست» د دواړو هېوادونو د خپلواکۍ اخیستلو په ورته‌والي خبرې کړې او د دواړو هېوادونو د خپلواکۍ غوښتلو مبارزه یې مهم تاریخي پړاو بللی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د اندونیزیا شارژدافیر له افغانستان سره د فرهنګي همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړی.
د نوموړي په وینا چې په نږدې راتلونکي کې به د عامه کتابتون د ډیجټلایزیشن په موخه د تخنیکي وسایلو سربېره د کتابتون غنامندۍ لپاره بېلابېل کتابونه ډالۍ شي.

اړوند خبرونه