ډېر لوستل شوي

ماليې وزارت: د تېرې ادارې متقاعدینو ته د حقونو د بيا ورکړې لړۍ سبا پيلېږي

د ماليې وزارت د متقاعدينو عمومي رياست د اسلامي امارت مشرتابه د ځانګړي هدايت له مخې، د تثبيت شويو متقاعديونو د حقونو د ورکړې لړۍ له بيا پيل خبر ورکړی دی.

اميد راډيو ته سرچينو ويلي، چې دوی متقاعدين په پنځو برخو ويشلي او اوس هغه متقاعدينو ته خپل حقوق ورکول کېږي، چې د هغوی اداري چارې بشپړ شوې دي.

دې سرچينې زياته کړې، چې د اسلامي امارت د مشرتابه په فرمان کې پر حق ټینګار شوی او په دې موخه د متقاعدينو د حقونو ورکړې لپاره ځانګړې محکمه جوړه شوې ده. په ترلاسه شوي لېست کې، د ستنډرډ ملي ادرې، له پېښو سره د چمتووالي ملي ادارې، د ورزش او بدني روزني عمومي رياست، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکه کمېسيون، د چاپېريال ساتني عمومي رياست، د ملي امنيت شورا دفتر او دغه راز د اقتصاد وزارت متقاعدين پکې شامل دي.

اړوند خبرونه