د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې پر هر ډول ښکار کلک بندیز لګېدلی، او مسوولینو په دې تړاو وخت ناوخت لسګونه کسان نیولي هم دي.
تازه د میدانوردګو مسوولینو ویلي چې په یاد ولایت کې ۷ ښکاریان نیولي، او د دوی له منګلو یې ۱۶ الوتونکي هم ازاد کړي دي.
د دغه ولایت د چاپېریالساتنې ریاست مسوولینو ویلي چې له نیولشویو کسانو څخه یې د ښکار وسایل هم ضبط کړي او دا الوتونکي یې ازادې فضا ته خوشې کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نیولشویو ښکاریانو ته عامهپوهاوی ورکړل شوی او ژمنې ترې اخیستل شوې چې د بیاځلي نیولو په صورت کې به عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي.
د ویلو ده چې دا اقدام د میدانوردګو د چاپېریالساتنې رییس، مولوي الله محمد ذاکر په مشرۍ او د امنیتي مسوولینو په همکارۍ شوی دی.