ډېر لوستل شوي

ټرافیکي پېښې؛ له جګړې را وروسته د مرګ ژوبلې ستر فکټور

د تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد د امن زرغون څادر غوړېدلی، جګړې نشته، وینه نه تويږي؛ خو وخت ناوخت له جنګ جګړو پرته ویرجن خبرونه اورو او ټول پرې دردیږو. ټرافیکي پېښې نن سبا تر بل هر فکټور د ډېرو هېوادوالو ژوند اخلي او وخت ناوخت دومره بوږنېدلې پېښې وینو چې حتی تصور یې ګران وي. اوسمهال په کلني ډول سلګونه هېوادوال په ټرافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او زرګونه نور ټپیانیږي. د اختر په شپو ورځو او د غم ـ ښادۍ په محفلونو کې تر ټولو ډېرې ټرافيکي پېښې رامنځته کیږي او د ښادۍ مراسم مو ډېری وخت د غم پر مراسمو بدلیږي. ددغو پېښو تر شا پر پرتو علتونو غږیږو. ښایي لوستي او اورېدونکي به ددې پېښې پړه پر حکومت اچوي، خو تاسو که یوازې د اختر شپو ورځو د مرګ ژوبلو ارقام وګورئ؛ نو حیران به مو کړي. ډېری وخت به مو لیدلي وي چې ځوانان پر خپل ژوند قمار وهي، پر موټرسایکلونو عجیبه کارونه کوي. سرونه پرې پورته کوي، له بامونو یې راغورځوي، پرې ودریږي. ایا دوی په لوی لاس ځانونه نه هلاکوي؟ پر لویو لارو به مو لیدلي وي چې کوچنیان او زلمي د لویو او وړو موټرونو پر سر ناست وي او یا یې هم پر شا پورې نښلېدلي وي. دا کار په لوی لاس د مرګ سودا ده . که مو د کابل ـ کندهار پر لویه لاره سفر کړی وي، نو ښایي د لویو موټرو د چلوونکو بې غوري مو ښه درک کړې وي.
بدبختانه په تېره نږدې یوه اونۍ کې موږ د درې لویو ټرافيکي پېښو شاهدان وو: هرات کې د شاوخوا اتیا تنو شهادت، بغلان کې د شاوخوا شلو تنو مرګ ژوبله او په هلمند کې د یوه تراکتور د ډوبېدو په پېښه کې د شاوخوا ۱۵ تنو مړینه او ورته نورې انفرادي پېښې. باید ومنو چې ټرافیکي پېښې د مخنیوي وړ دي او اړوندې ادارې کولای شي چې د نورو دولتي ادارو او په ځانګړي ډول د ولس په مرسته په هېواد کې د ترافیکي پېښو شمېر کم کړي، همدا راز د ټولګټو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ترافیکو لوی ریاست کولای شي د ښو تدابیرو په نیولو سره په سترو ښارونو او لویو لارو کې د دغو پېښو کچه را ټیټه کړي.
افغان حکومت هم د ټرافیکي پېښو د کچې په کموالي کې لاس په کار شوی. کابینه کې په ځلونو د ټرافيکي پېښو د کموالي بېلابېلې طرحې وړاندې شوي او منل شوي دي. د سړکونو پراخوالی، د دویم لین سړکونو د جوړونې چارې، د ټرافیکي پولیسو موظفېدل، مسافروړونکو موټرونو کې د جي پي اېس سیسټمونو نښلول او نورې هغه چارې دي چې افغان حکومت او په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو لوی ریاست ترسره کړي دي. څومره چې فکر کیږي د ټرافيکي پېښو د ګراف په ټیټوالي کې د خلکو او حکومت دنده پنځوس ـ پنځوس ده. ددې پېښو کچه هله ټیټېدلی شي، چې دوه اړخیزه همکاري شتون ولري. هېواد کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي عوامل په لاندې توګه یادولی شو:

۱ـ د غیرمتخصصو او خپلسریو موټرچلوونکو زیاتوالی
بدبختانه په هېواد کې د ناثبت شویو او شخصي موټرونو شمېر ورځ په ورځ په ډېرېدو دی. زیاتره هغه کورنۍ چې ځوانان یې په بهرنیو هېوادونو یا عربي هېوادونو کې دي، په کورونو کې یو دوه ګرانبیه موټرونه لري چې شخصي استفاده ترې کیږي؛ خو د کورنۍ او د مشرانو د ناپامۍ په صورت کې دغه موټرونه د نویو زلمیو او ماشومانو لاسونو ته لویږي چې زیاتره وخت ترې ټرافيکي پېښې هم رامنځته کیږي. کله کله همدا نوي زلمي مکلفیږي چې په غم او ښادۍ کې د کورنۍ غړي په شخصي موټرونو کې ولېږدوي چې ډیری وخت د ټرافيکي پېښو لامل کیږي. دغه ځوانانو زیاتره د کلیو پر سړکونو او کوڅو کې موټرواني کړي وي او د ښار په ګڼه ګوڼه کې نابلده وي. ددغې ستونزې د بنسټیز حل لپاره پکار ده چې موټرچلوونه(ډرېوري) د یوه مسلک په ډول زده کړل شي او د یوې اساسي پېشې په ډول ورته وکتل شي. بدبختانه چې په افغانستان کې موټرچلوونه هم دودیز کسب ګڼل کیږي او هر سړی ځان موټروان بولي. موټرچلوونکو ته ښایي چې په مسلکي ډول یې ډرېوري کړي وي، قانوني لایسنس یا د موټر چلولو قانوني اسناد ولري. عمر یې باید له ۱۶ کالو څخه کم او له ۷۵ کالو څخه ډېر نه وي. بدن یې سالم وي او په ځانګړي ډول د سترګو دید یې په خپل ځای وي. همداشان د زړه ناروغي، شکر، تنفسي ستونزې، عصبي او د فشار ناروغي ونه لري. همدا ډول موټرچلوونکي ته نه ښایي چې نشه یي توکي وکاروي. د سېټ پټۍ باید وتړي او په یوه وخت کې ډېر سفر ونه کړي.

۲- د لویو لارو خرابوالی
د لویو لارو جوړونه او رغونه د حکومت بنسټيز مسوولیت دی. لویې لارې نه یوازې ښارونه، حکومتي واحدونه سره نښلوي؛ بلکې په اقتصاد او ټرانزیټ کې هم د بدن د رګونو په څېر اهمیت لري. که څه هم د رغنیزو چارو مسوولیت د حکومت دنده ده خو ددې ساتنه بیا د ولسونو او خلکو ګډ مسوولیت دی. بدبختانه زموږ او ستاسو خلک د عامه شتمنۍ او بیت المال چندان خیال نه ساتي او نه هم په دې برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی. زموږ لویې لارې او سړکونه هم په معیاري او نړیواله بڼه نه دي رغیدلي او بیا ځلې ترمیم ته اړتیا لري. ښه دا ده چې له دې وروسته لویې لارې په اساسي ډول ورغول شي او حکومت ته بویه چې د سړکونو د رغونې چارې اعتباري شرکتونو ته وسپاري او وخت پر وخت ترې څارنه وکړي.
۳ـ ټرافیکي اصولو نه‌‌مراعت
که د ټرافیکي پېښو علتونه کټګوري شي؛ نو ښایي د ټرافیکي اصولو نه‌مراعت پکې لومړی ځای خپل کړي. موټرچلوونکي په لوی لاس خپل ځان او سپرلۍ په خطر کې اچوي. د ټرافیکي نښو نه مراعت او په لویو لارو کې د موټرو سیالي او چټکه موټر ځغلونه هم زیات وخت د تباهي لامل کیږي. د ټرافیکي قوانینو رعایت په ټوله کې د ټرافیکي پېښو په کمښت کې خورا بنسټیز رول لرلی شي همدارنګه د ټرافیکي اصولو په پام کې نیولو سره کولی شو د خلکو ځاني خوندیتوب تضمین او د مرګونو پېښو په کچه کې د پام وړ کموالی راولو. وضعه شویو قوانینو کې د موټرچلوونکو او پلیو خلکو خوندیتوب ته پاملرنه شوې، نو د دغو قوانینو رعایت د ترافیکي پېښو په کمښت او په سړکونو او ښارونو کې د بې نظمیو په مخنیوي کې ستر رول لري.
۴ـ د زړو او یو کیلي موټرونو زیاتوالی
د پاکستاني لاس(یو کیلي) او زړو موټرونو زیاتوالی یو بل هغه فکټور دی چې وخت ناوخت یې ترې د ټکر او مرګ ژوبلې خبرونه راځي. د زړو موټرونو او تاریخ تېرو موټرو یوه بله بدګڼه دا ده چې دغه موټر د اقلیم او چاپېریال په ویجاړونه کې هم ونډه لري. حکومت ته پکار دي چې ددغو موټرونو دایمي غم وخوري او موقتې لارې دې ورته نه لټول کیږي. داسې ښکاري چې موقت، زاړه او یو کیلي موټر پر ښاري نظم او ټرانسپورټ هم ناوړه اغېز پرېږدي. بدبختانه حکومت اوسمهال همدغو کیڼ لاسو موټرو ته موقت جوازونه ورکړي؛ سړی ویلي شي چې اوسمهال سم نیمایي موټر کیڼ لاسي دي.
۵- د عامه پوهاوي نشتوالی
یوازې ټرافیکي پېښې نه دي چې د عامه پوهاوي او ذهنیت جوړونې هڅې پکې پڅې دي؛ بلکې زموږ د عام او ورځني ژوند ډېر اړخونه دي چې عامه پوهاوي ته پکې اړتیا لیدل کیږي. د ټرافیکي پېښو د ډېروالي لامل د عامه پوهاوي نشتون او د مرګ ستوني ته په زوره ځان غورځول دي. ددې برخې مسوولیت کورنیو، د جوماتونو ملا امامانو، ښوونکو، ځوانانو، ژورنالیستانو او رضاکاره فعالانو ته راجع کیږي. لنډه دا چې پر عامه پوهاوي کار پکار دی، تر څو د ټرافیکي پېښو له بدو پایلو موټروانان خبر کړای شي. دې برخه کې مشران، ملا امامان، د خواله رسنیو مخکښان او ژورنالیسټان پوره ونډه اخیستلی شي. همدارنګه کورنیو ته پکار ده چې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د موټرچلوونې اجازه ورنه کړي.
کارپوهان او د نظر خاوندان په دې اند دي چې ددې پېښو د کمښت غوره لاره د ټرافیکي قوانینو جدي رعایت او تطبییق دی. هغه موټر چلوونکي چې له ټرافیکي قوانینو مخ اړوي؛ باید مجازات شي. همدارنګه حکومت ته پکار ده چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. ټیټ‌عمره ماشومان موټرچلوونې ته پرېنږدي، کیڼ لاسو موټرو ته یوه تګلاره رامنځته کړي، د ټرافیکي قوانینو سرغړونکو ته سزا ورکړي او د عامه پوهاوي ګڼ پروګرامونه پر لار واچوي. د ملت ـ حکومت پر ګډو هڅو د ټرافیکي پېښو ګراف بیخي ټیټې کچې ته رسولی شو او په دې سره به له هېواده د مرګ ژوبلې د یوازیني ستر فکټور لمن هم ټوله کړو.

اړوند خبرونه