د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال په زمري میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې د ۲ زره او ۳۳۷ بهرنیو وګړو د تګ ـ راتګ له ثبت خبر ورکړی دی.
د يادې ادارې ثبت شوي ارقام ښيي، په دې لړ کې د ۶۷ ښځینهوو په ګډون ۱۳۰۵ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۰ ښځینهوو په ګډون ۱۰۳۲ نور له هېواده وتلي دي.
د معلوماتو پر بنسټ، ۱۲۸۳ تنه د ځمکنیو بندرونو او ۲۲ تنه نور د هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې ۲۳۶ تنه د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې لپاره او پاتې نور د کار یا زدهکړو په موخه راغلي دي.
تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز بندر او ورپسې د هرات ولایت د ځمکینو بندرونو او هرات هوايي ډګر، د تورخم بندر، د فاریاب اقینې بندر، حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.
د يادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ژوند پېښو ثبت، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ او راتګ څارنه، او د تابعیت د اخیستلو او پرېښودو اړوند خدمتونه پر غاړه لري.

