ډېر لوستل شوي

تېره يوه اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې تر ۸۰ زرو ډېر انتقالات شوي

ټولګټو وزارت په تېره يوه اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې د ۸۰ زره ۲۵۲ مټريکه ټنه انتقالاتو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس ويلي، چې د حيرتان بندر له لارې ۴۵۵۲۳ ټنه، د اقينې بندر له لارې ۱۱۸۷۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹۳۴۷ ټنه او د خواف ـ هرات له لارې ۱۳۵۱۱ ټنه نفتي، غيرنفتي او نور توکو انتقالات شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې لړ کې يوه برخه ۱۲۹ ټنه د معدني ډبرو صادرات هم شوي دي.
ټولګټو وزارت ډاډ ورکړی، چې د لا زیاتو انتقالاتو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتياوو برابرولو په موخه وړ شرایط برابر شوي دي.

اړوند خبرونه