د اسلامي همکاریو سازمان د اسرائيلو د هغه پلان په غبرګون کې، چې د غزې د بشپړ اشغال خبره پکې شوې، په سعودي عربستان کې خپله ۲۱مه فوقالعاده غونډه جوړوي.
د قطر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دې غونډې لومړۍ ناسته د ياد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون په مرکزي دفتر «جدې» ښار کې ترسره شوې ده.
د غونډې موخه د اسرائيلي ځواکونو د پرلهپسې بریدونو او د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څېړل بلل شوي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستيال او د دې ناستې مشرۍ کوونکي ډاکتر نوح یلماز ویلي، چې بيړنۍ غونډه به د “بېسارې بشري ناورين، د حکومتي ترهګريو دوام او د کرانې باختر په ښارګوټي کې د تاوتریخوالي” په اړه بحث وکړي.
یلماز زیاته کړې، اسرائيل په ۲۱مه پېړۍ کې په غزه کې د ملکي وګړو او حتی د شهيدان شويو ماشومانو زړه بږنونکو انځورونو ليدل د «نسلوژنې دود» د بیا را ژوندي کولو هڅه کوي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د دې غونډې موخه د سملاسي او دوامدار اوربند ټینګول، د بشري مرستو رسول، د فلسطین پر ملاتړ د نړیوال ائتلاف پراختيا، د دوو دولتونو د ستونزو د حل پیاوړتیا او د اسرائيلو پر وړاندې د بندیزونو په اړه همغږي ښودلې ده.

