ډېر لوستل شوي

د غزې خواخوږو په مکسيکو کې د صهيونيست رژيم سفارت سوځولی

په امريکا، مکسيکو، استراليا او نورو ګڼو ښارونو کې د غزې زرګونه خواخوږو قهرجن لاريونونه کړي دي.
د مکسیکو په پلازمېنه کې دغو لاريون کوونکو د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې او لوږې د جنایتونو په اعتراض د صهيونيست رژيم سفارت سوځولی دی.
په همدې حال د ناروې د بهرنيو چارو مرستيال وزير په غزه کې روان وضعيت د نه منلو وړ بللی او ټينګار يې کړی، چې دا په ښکاره توګه له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده.
د راپورونو له مخې، نوموړي د اسرائيلو د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې رد کړې، چې اروپا باید د صهيونيست رژيم او د حماس جهادي غورځنګ ترمنځ انتخاب وکړي.

اړوند خبرونه