ډېر لوستل شوي

هېواد کې ۳۱ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۱ کسان نیول شوي دي.
د یاد وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا کسان په کندوز، نیمروز، ننګرهار، هرات، پکتیا، سمنګان، ارزګان ولایتونو کې نیول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا کسان د غلا، قاچاق، طبیعي ځنګلونو وهلو او له کوره د تېښتې په تړاو نیول شوي، او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي: “د نیول‌شویو کسانو له منځه یوولس تنه په کندوز، اته تنه په نیمروز، درې تنه په ننګرهار، څلور تنه په هرات، دوه تنه په پکتیا، دوه تنه په سمنګان او یو تن د اورزګان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
بلخوا د اسلامي امارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو درې میله وسله په کندوز، دوه میله په غزني او یو میل د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړې ده.
کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د لسګونه کسانو د نیولو راپورونه ورکړي وو.

اړوند خبرونه