ډېر لوستل شوي

ويتنام د توپان له امله ټول هوايي ډګرونه وتړل

د ويتنام چارواکو خبر ورکړی، چې د پیاوړي توپان د راتګ له امله يې خپل هوايي ډګرونه تړلي، ښوونځي یې رخصت کړي او ګڼ خلک یې خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه توپاني باد چې په ساعت کې ۱۶۶ کیلومتره چټکوالی لري، تمه ده نن سهار د «تان هووا او نګه ان» ولایتونو ترمنځ ساحل ته ورسېږي.
چارواکي دغه راز د سختو بارانونو، سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې له جدي ګواښ هم خبر ورکړی دی.
په راپورونو کې دا هم ويل شوي، چې له نیم میلیون څخه ډېر خلک به له سیمې واېستل شي، او د کښتیو تګ راتګ هم ځنډېدلی دی.

اړوند خبرونه