ډېر لوستل شوي

پر غزې د صهيونيست رژيم د «بې‌رحمانه» بريدونو دوام؛ ۴۲ فلسطينيان پکې شهيدان شوي

صهيونيست رژيم د غزې پر بېلابېلو سيمو خپلو ړندو بمباريو ته دوام ورکړی او يوازې د تېرې ورځې په بريد کې لږ تر لږه ۴۲ فلسطينيان شهيدان شوي دي.
فرانس پرېس د غزې د ملکې دفاع ادارې د وياند محمد باسل له قوله ويلي، چې د ياد رژيم پوځ د الصبره په ګډون د غزې ګڼې سیمې بمبار کړي او په وينا يې چې دغه عملیات د پراخېدو په حال کې دي.
ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي: ” هره شیبه او هره ورځ بمبارۍ وي، شهادت، مرګ او وینه تویول دوام لري، مونږ نور زغم نه لرو. نه پوهیږو چیرته ولاړ شو، هر ځای مرګ موږ پسې راځي.”
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په غزه کې د جګړې له پیل راپدې خوا تر اوسه ۶۲ زره او ۶۸۶ فلسطینیان شهيدان، ګڼ شمېر معلول او ځینې نور د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اړوند خبرونه