امریکا خبر ورکړی، چې ۶۰۰ زره چینايي زدهکوونکو ته یې په خپلو پوهنتونونو او کالجونو کې د زدهکړو اجازه ورکړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پرېکړه د واشنګټن او بیجېنګ ترمنځ د روانو سوداګریزو خبرو یوه برخه بللې او په وینا يې، د چيني زدهکړيالانو حضور د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره مهم دی او موخه یې د اړیکو ښهوالی دی.
د راپورونو له مخې، دا مهال په امریکا کې څه باندې ۲۷۰ زره چيني زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي.
دا په داسې مهال ده، چې دواړو هېوادونو یو د بل پر توکو لوړې تعرفې لګولې دي. ولسمشر ټرمپ هم تمه څرګنده کړې، چې له خپل چینایي سیال سره د لیدنې هوډ لري او ویلي یې دي، چې د امریکا او چین اقتصادي اړیکې د پخوا پرتله ښې شوې دي.