د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د روان کال په «زمري» میاشت کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۴۱۳ زره ۲۵۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د یاد وزارت ویاند، محمداشرف حقشناس امید راډیو ته ویلي چې د حیرتان بندر له لارې ۲۵۹ زره ۶۹۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۴۴ زره ۷۷۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۶ زره ۲۲۲ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۵۲ زره ۵۶۴ ټنه نفتي، غیرنفتي او نور مواد هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د حقشناس په وینا چې په دې انتقالاتو کې لویه برخه وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.
بلخوا د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: “هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.” یاد وزارت د لا زیاتو انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو برابرېدو او سوداگرو ته د اسانتیاوو چمتو کېدو ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه به د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک ساتي.