ډېر لوستل شوي

د امریکا په اوریګان ایالت کې د اورلګېدنې له امله کورونه سوځېدلي

د امريکا اوريګان ايالت کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله ګڼ کورنه سوځېدلي او په زرګونه نور د سوځېدو له ګواښ سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، د دوشنبې په ورځ ځايي اوسېدونکو ته د سيمې پرېښودو امر هم شوی دی.

چارواکي وايي، دا اورلګیدنه د وچې او ګرمې هوا له امله رامنځته شوې؛ خو د اوروژنې کارکوونکو تر یوې کچې مهار کړې ده.

دا په داسې مهال ده، چې له دې وړاندې هم د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د ورته اورلګیدنو له کبله په زرګونو کورونه سوځېدلي وو.

اړوند خبرونه