ډېر لوستل شوي

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د ا.ا د مشرتابه له لوري د ملي پراختيا تګلاره منظوره شوې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ويلي، د افغانستان د ملي پراختيا تګلاره د پنځو کلونو لپاره جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظوره شوې ده.

ښاغلي مجاهد دغه څرګندوني نن (سه‌شنبه، وږي څلورمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې کړې دي.

د اسلامي امارت وياند زیاته کړې، چې د یادې تګلارې په تطبیق سره به هېوادوال د بېلابېلو برخو په کچه د پام وړ پرمختګونه او متوازنه پراختيا وویني او دغه راز به د شته بې‌روزګارۍ کچه راکمه شي.

د اميد راډيو خبريال د ښاغلي مجاهد له قوله ویلي، دغه تګلاره یو جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد بنسټیزو موخو ترلاسه کولو لپاره جوړه او ټولي دولتي سرچینې په یو واحد مسیر رهبري کوي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد په دې ناسته کې همدارنګه ډاډ ورکړی، چې د ملي پراختيايي تګلارې په عملي کېدو سره به هېواد غوره پایلې ترلاسه کړي، بنسټیزو موخو ته د رسېدو لپاره منظم چوکاټ رامنځته شي او اغېزناک اقدامات به په تدریجي ډول ترسره شي.

اړوند خبرونه