ډېر لوستل شوي

مولوي نور جلال جلالي: روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی د ټولو حق دی او بايد له سياسته لري وساتل شي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر العیاش سره په کتنه کې د روغتيايي برخې د اړيکو پر پياوړتيا، د ملک سلمان د بشري مرستو او همکارۍ مرکز له لوري د افغانستان د روغتيايي سکټور ملاتړ او راتلونکو پروګرامونو په تړاو خبرې کړې دي.

ياد وزارت وايي، مولوي نور جلال جلالي په اسلامي نړۍ کې د اسلامي همکاریو سازمان رول ارزښتناک بللی او څرګنده کړې يې ده، چې دغه سازمان باید د افغان ولس د روغتیا اړتیاوې له نړۍ سره شريکې کړي.

د عامې روغتيا وزير روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د خلکو حق بللی او ټینګار یې کړی، چې روغتیايي برخه باید له سیاست څخه لرې وساتل شي.

ښاغلی دغه راز زياته کړې، چې هڅه کېږي د نړیوالو مرستو تر څنګ د داخلي بودیجې په استفادې د روغتیايي سیسټم پراختیا او معیاري کولو ته وده ورکړل شي. د هغه په وینا، په دې وروستیو کې د یو شمېر سترو روغتیايي پروژو کار په چټکۍ روان دی. د اسلامي همکاریو سازمان سفیر هم د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او په افغانستان کې يې د روغتیايي سیسټم د ملاتړ او پراختیا ژمنه کړې ده.

اړوند خبرونه